''د اوسني حکومت ناسمو تګلارو اقتصادي بحران زېږولی''
د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي چې حکومت به د توانايي په نرخونو کې زياتوالی راولي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د دې هېواد تېر حکومت تورن کړ چې د هغوی د ناسمو تګلارو له امله هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصاد له ښوونکي ډاکټر معراج الحق سره په همدې اړه مرکه کړې او په لومړي سر کې ورڅخه پوښتنه کړې چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ اوسنی حکومت څه مجبورۍ لري چې د توانايي په نرخو کې زياتوالی راوستل غواړي.