د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

صیاد: د ټاکنو مرکزونو ته د بایومېټریک سیستم وسایل لېږدوو

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجا عبدالبدیع صیاد.

تمه ده چې د افغانستان انتخاباتي مرکزونو ته تر د اکتوبر پر ۱۲مه د بایومټریک د سیستم ټول وسایل لېږدول کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد بېګا مشال راډیو ته وويل چې د وسايلو رسولو کار به د جمعې تر ورځې پورې سرته ورسېږي.

« د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا د بایومټریک د ستګاوو د استعمالولو لپاره دوه زره کسانو ته تربيت ورکړل شوی او د ټاکنو تر ورځې پورې به د روزل شويو کسانو شمېر شاوخوا ۲۰ زره ته ورسېږي.

ټاکل شوې ده چې د اکتوبر پر ۲۰ به افغانستان د ولسې جرګې انتخابات ترسره شي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

پکتیکا: امنیه قوماندان ایوب تندر ووژل شو

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله‎والو مخالفانو په یوه کمین کې ووژل شو.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مشال راډیو ته وویل چې محمد ایوب تندر بېګا شپه د یحیی‎خېلو ولسوالۍ د ګل‎وال په سیمه کې کور ته پر لار وو چې برید ورباندې وشو.

د ارین په خبره محمد ایوب تندر او ساتونکو يې له وسله‎والو مخالفانو سره نږدې درې ساعته جګړه وکړه.

په دې پېښه کې د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي او درې وسله‎وال مخالفان هم وژل شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته د یاد برید په اړه څه نه‎دي ویلي.

کرېکټ نړیوال جام: ساوت افریقا او نیوزي لېنډ سره مخامخ دي

د نیوزیلنډ توپ نیوونکی

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د ساوت افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه روانه ده.

د لوبې پچه نیوزي لېنډ ګټلې او ساوت افریقا ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده.

په روانو سیالیو کې ساوت افریقا څلور لوبې کړي، درې يې بایللي او یوه يې ګټلې ده، نيوزیلنډ بیا په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلې او یوه يې د باران له امله مساوي پای ته رسېدلې ده.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې انګلېنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره لومړی ځای خپل کړ.

افغانستان به خپله شپږمه لوبه راتلونکې شنبه له هند سره کوي.

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قومندان په برید کې وژل شوی

محمد ایوب تندر کور ته پر لار وو چې ورباندې برید وشو

د افغانستان د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې د جون پر ۱۸مه شپې مهال وسله والو د برمل پر امنیه قومندان محمد ایوب تندر برید کړی چې پکې نوموړی وژل شوی.

د جون پر ۱۹مه د پکتیکا د امنیه قومندانی ویاند شاه محمد ارین مشال راډیو ته وویل، چې تندر کور ته روان وو چې په لار کې پټو وسله والو ورباندې حمله وکړه.

د ارین په وینا چې تندر او ساتونکو يې تر درو ساعتونو پورې له وسله والو سره جګړه کړې.

دی وايي، په نښته کې د تندر درې ساتونکي ژوبل دي او دا چې په پېښه کې درې وسله وال وژل شوي او درې ژوبل دي.

محمد ایوب تندر له ۱۲ کلونو راهیسې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده تر سره کوله.

پر نوموړي د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

سږ کال مو وسله والو ته زیات زیان اړولی دی: سادات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشال سادات

د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، په دې وروستیو کې یې په ټول هېواد کې پر وسله والو درانه ګوزارونه کړي او هغوي یې ځپلي دي.

دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشال سادات د جون پر ۱۸مه ماښام په هلمند کې خبر یالانو ته وکړه.

نوموړي وویل، هلمند ته یې د سفر هدف د افغان ځواکونو د وړتیاوو او د هغو عملیاتو د اثر جاج اخیستل دي چې په دې وروستیو کې د هلمند په ګډون په ټول هېواد کې تر سره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوشال سادات په ګډون یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی د جون پر۱۸مه ناوخته د هلمند مرکز لښکر ګاه ته تللی وو.

په دې پلاوي کې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر، د افغانستان د دفاع وزارت او د ملي امنیت شورا مرستیالان هم شامل وو.

کورمې د ړنګو شوو کورونو تاوان غواړي

د خېبر پښتوخوا د منځنۍ کورمې ځینې اوسېدونکي وايي، د وسله والو پرضد د پوځي عملیاتو له کبله یې د نړېدلو کورونو سروې لا هم نه ده شوې.

د منځنۍ کرمې غورغوريوالو، د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې کلونه تېر شول خو لاهم حکومت ورته د رسېدلو تاوانونو معاوضه نه ورکوي.

مرستیال کمشنر فضل ودود مشال راډیو ته وویل، دا خلک دې ډاډه اوسي او دوی به ډېر ژر د نړېدلو کورونو په اړه د مالوماتو راټول پیل کړي.

په کورمه کې د جګړې ځپلو په اړه سروې له ۲۰۱۷م کاله روانه ده چې تر اوسه پکې د چارواکو په وینا د ۷۰۰۰ کورنیو مالومات را غونډ کړل شوي دي.

د ځايي خلکو او چارواکو په وینا، له کورمې څخه د جګړو له کبله شاوخوا ۴۲ زره کورنۍ بې کوره کړل شوې وې.

 امریکا دې له ایران سره نرمي وکړي: چین

د امریکا او چین ګډ بیرغونه. عکس له ارشیفه.

چین امریکا ته خبر داری ورکړی چې پر ایران دې چې دی یې د انتهایي فشار چلونه بولي، نرمي راولي او زیاتوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ زیاتېدونکي ممکنه ټکر اندېښمن کړی دی.

په بیجنګ کې د شام بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې وروسته چینایي حکومتي کونسلر وانګ یي پر ایران هم غږ وکړ چې له نړیوالو طاقتونو سره پر شوي اټومي تړون ولاړ پاته شي.

د ایران او امریکا تر منځ تر هغې وروسته تناو زیات شو چې کله پروسږ کال امریکایي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ایران سره کړی اټومي تړون پای ته ورساوه. د هغه تړون له مخې پر ایران نړیوال بندیزونه نرم کړل شوي ول.

تیره اونۍ د عمان په خلیج کې پر تېل وړونکیو دوو کښتیو له بریدونو وروسته د ایران او واشنګټن ترمنځ حالات نور هم خراب شول. امریکا د دغو بریدونو تور پر ایران لګوي خو تهران دغه تورونه ردوي.

جنوبي وزیرستان کې ټاکنیز کمپاین پرېږدو: خټک

د ۲۰۱۸م کال ۲۵ م جولای ټاکنې شمالي وزیرستان

د جنوبي وزیرستان د ټاکنو کمشنر ویلي، امیدوارانو ته به د ټاکنیز کمپاین لپاره د غونډو کولو اجازه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په جنوبي وزیرستان کې امنیتي وضعې ته په کتو حکومت د ۱۴۴ دفعې لاندې په غونډو کولو بندیز لګولی دی.

د ضلعې الیکشن کمشنر اصف خان خټک د جون پر۱۷مه مشال راډیو ته وویل د قانون سره سم په قبایلي ضلعو کې د جولای پر ۲۵مه مخکې د صوبایي اسمبلۍ لپاره ټاکنې کول لازمي دي.

په قبایلي ضلعو کې د صوبایي اسمبلۍ د ټاکنو لپاره د جولا دویمه اعلان شوې وه چې وروسته بیا ټاکنې د جولا پر۲۰مه ته وځنډول شوې.

کرېکټ جهاني جام: انګلستان او افغانستان میدان ته دانګلي

جریان آخرین تمرین تیم کریکت پیش از بازی با انگلستان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

د ۲۰۱۹ ز کال کرېکټ جهاني جام نننۍ لوبه کې افغانستان اوانګلستان د مانچستر په اولډ ترافورد لوبغالي​ میدان ته راوتلي دي.

د پچې له ګټلو سره سم بریتانیا په خپل وار کې د بېټینګ غاړه خوښه کړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې سیالۍ لیدو ته تللی دی.

افغانستان تېرې ۴ لوبې پر اسټرالیا، نیوزي لېنډ، سري لنکا او ساوت افریقا بایللې دي او انګلستان بیا په څلور کې درې لوبې ګټلې دي.

'نړیواله ټولنه دې له کډوالو سره مرستې زیاتې کړي'

افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال.عکس له ارشیفه

پاکستان، افغانستان، ایران او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې پر نړیوالې ټولنه غږ کړی دی چې له کډوالو سره مرستې زیاتې کړي.

د جون پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د ګډې غونډې وروسته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د پاکستان ویاند قېصر خان اپریدي مشال راډیو ته وویل، په پاکستان میشت کې افغان کډوالو د پاتې کېدو مودې د غځولو په اړه یې هم په غونډه کې د پاکستان د سیفران وزیر شهریار اپریدي سره خبرې وکړې.

په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روانې میاشتې په اخر کې پای ته رسېږي.

د یو این ایچ سي ار ترمخه دا مهال په پاکستان کې خواوشا ۱۴ لاکه او په ایران کې نزدې نهه لاکه افغان کډوال میشت دي.

هند: مودي د وزیر اعظم څوکۍ لپاره لوړه وکړه

د هند وزیر اعظم نریندرا مودي

نریندرا مودي نن دوسنبه د خپلې دوهمې دورې لپاره د هند وزیر اعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

له مودي سره پر يوه وخت په هند کې د شپږو اوونیو پر مهال په شویو انتخاباتو کې بریاليو استازیو هم د وفادارۍ لوړه وکړه.

د لوړې مراسم د هند په لوک سبها/ولسي جرګه کې جوړ شوي ول.

کرېکټ نړېوال جام: ويسټ انډيز او بنګله‌دېش سره مخامخ

د ويسټ انډيز د کرکټ لوبډله

د کرېکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې نن دوشنبه بنګله‌دېش او ويسټ انډيز د انګلستان په تانتون لوبغالي کې لوبېږي.

په یکشبه هند، په لوی واټن له پاکستانه لوبه یووړه.

د لوبې پچه يا ټاس پاکستان وګاټه، خو هندوستان ته يې بلنه ورکړه چې لوبه پيل کړي.

هندوستان په ٥٠ اوورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٣٦ منډې وکړې.

څرنګه چې باران وشو، نو پاکستان ته په ٤٠ اوورونو کې ٣٠٢ منډې په کار وې.

پاکستان د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يوازې د ٢١٢ منډو په کولو وتوانېد او لوبه يې د ۸۹ منډو په توپیر پر هندوستان بايلوده.

تمه ده، د افغانستان کرېکټ ملي ټيم سبا سېشنبه له کوربه انګلستان سره د مانچېسټر په لوبغالي کې لوبه وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني به هم چې دا مهال په برېتانيا کې دى د دې سیالۍ ليدو ته ورشي.

ایران: ۱۰ ورځو کې به بډای یورانیم تر ټاکلې اندازې واوړي

د تهران و امریکا ترمنځ ترینګلتیا د عمان په خلیج پر ټانکرو تر برید وروسته لا زیاته شوه

د ایران اټومي انرژۍ سازمان وايي، په ۱۰ کې به د بډایه یورانیم تر ټاکلي اندازې واوړي.

د دې ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اراک درنو اوبو زېرمې له رسنیزو استازیو سره د لیدنې پر مهال وویل چې له نننه به د بډایه یورانیمو له درې سوه کیلوګرامه ټاکلې اندازې څخه د تېرېدو یا اوښتو ورځې شمارو.

هغه وویل د جون پر ۲۷ به ایران له دې اندازې ورواوړي.

د ایران اټومي انرژۍ سازمان داسې وخت د بډایو یورانیمو له ټاکلي اندازې د اوښتو خبره کوي چې دا هېواد باید د نړۍ له اټومي ځواکونو سره د تړون پر اساس له ۳۰۰ کیلوګرامه زیات بډایه یورانیم و نه ساتي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر څه وخت مخکې اروپايي قدرتونو ته ۶۰ ورځې وخت ټاکلی و چې د دوی تر څنګ ودرېږي که نه د بډایه یورانیمو زېرمه کول به پیل کړي.

له کله چې امریکا له ایران سره له کړي اټومي تړونه وتلې، پر دغه هېواد یې کلک بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې له ایران سره اټومي تړون یوه تېروتنه وه.

باجوړ کې چاودنه، ۲ تنه ژوبل

ډپټي کمېشنر مشال راډیو ته ويلي چې چاودنه نن ۱۱ بجې د ناوګۍ په دربنو کې شوې چې پکې مولانا ګلداد خان او د ځايي ملک قيوم زوی ژوبل شوي دي.

دوی د علاج لپاره پېښور ته وړل شوي دي خو حالت يې مرګونی نه دی. چاودنه هغه وخت وشوه چې مولانا ګلداد خان له خپلو لمسیانو سره په ګاډي کې خپلو کروندو ته روان وو.

مولانا ګلداد خان د سيمې يو مخور کس دی چې مخکې هم څو ځله ورباندې حملې شوې دي.

پامپیو له عراقي وزیر اعظم سره ټېلیفوني خبرې کړې

ښي اړخ ته د عراق وزیر اعظم او کیڼ اړخ ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو. عکس له ارشیفه

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو له عراقي وزير اعظم عادل عبدالمهدي سره ټېليفوني خبرې کړي دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايي، پامپيو په ټينګار سره وويل چې يو پياوړی، ازاد او خپلواکه عراق زموږ شريکه خواهش دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې مارګن ارتګس د جون پر۱۴مه وويل چې پامپيو د عراقي وزير اعظم له دې کبله مننه وکړه چې له ايراني ملاتړو ملېشو د عراق ژغورلو لپاره دوامداره هلې ځلې کوي.

په خليج فارس او د عمان په خليج کې د تېلو پر ټانکرو د بريدوو وروسته پامپيو د امريکا دا هوډ تکرار کړی چې په سيمه کې د نقل وحرکت ازادي به برقرار ساتي.

واشنګټن د دغه بريدونو لپاره ايران تورنوي خو ايران بيا دا تورونه ردوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل، پامپيو زموږ دا ارزونه شريکه کړې چې د عمان په خليج کې په دوو تېلو ټانکرو د بريد لپاره ايران ‌ذمه وار دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مال وړونکو احتجاج روان دی

د تورخم لاره. عکس له ارشیفه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مال وړونکو ټرانسپورټرانو لخوا هړتال د جون پر۱۵مه په څلورمه ورځ هم دوام لري.

دوی د جون پر۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې هړتال يې د پاکستان قامي لويو لارو د ادارې لخوا د وزن مقرر کړي حد او کرایو زیاتولو ضد دی.

ټرانسپوټران وايي، په لاهور، کراچۍ، کلر کهار، پېښور او تورخم کې يې په زرګونه ګادي ولاړ او له ډېر تاوان سره مخ دي.

د مشال راډیو خبريال وايي، حکومت کارخانه دارو ته ویلي دي چې د ۴۰ ټنو زیات مال به په ګاډو کې نه اچوي ځکه چې بيا سړکونه خرابېږي.

بلخوا ټرانسپورټران وایي، دوی به له مقرر شوي حده سرغړونه نه کوي خو د دې په بدل کې دې ورته کرایانې ورزیاتې کړل شي، ځکه چې دوی وايي، په کم مال وړلو کې يې تاوان دی.

عبدالله عبدالله د تاجکستان له ولسمشر سره لېدلي

په ښي اړخ ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او کیڼ اړخ ته د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پر ګډو امنیتي ستونزو د افغانستان د سولې پر بهیر او امنیتي پرمختګونو ږغږېدلي دي.

عبدالله عبدالله د جون پر ۱۴مه پر ټوېټر ولیکل چې له امام علي رحمان سره یې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې خبرې وکړې.

د دوشنبې ښار نن شنبه د جون پر ۱۵مه په اسیا کې د تعامل او باور جوړولو د سازمان د مشرانو او چارواکو د غونډې کوربه دی.

په دې کنفرانس کې د اسیايي هېوادونو د حکومتونو مشران او استازي ګډون لري.

عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي چې په کنفرانس کې به وینا کوي خو د خپلې وینا جزئیات یې نه دي خپاره کړي.

په اسیا کې د تعامل او باور جوړولو سازمان ۲۷ غړي لري.

د دې کنفرانس د بحث یوه اساسي موضوع د افغانستان وضعیت دی.

خوست کې ګڼ وسله وال نيول شوي

په خوست کې د افغان ځواکونو عملیات. عکس له ارشیفه

د افغانستان خوست د ملي امنيت رياست چارواکي وايې، چې د جون پر ۱۳مه شپه د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې په مخامخ جګړه کې ۲۳ وسله وال نيولي دي.

د جون پر ۱۴مه مازديګر مهال د ملي امنيت چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل، چې په دې کسانو کې يو تن د ښځو په لباس کې نيول شوی دی.

د سرچېنې د مالوماتو پر اساس د دې عملياتو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې اته وسله وال وژل شوي دي.

د يادو وسله والو د پيکا او کلاشينکوفونو په ګډون ګڼه وسله نيول شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې ياد عمليات د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند په زوړ کوټ، رغمالي کلي، سيندي کلي، پړوخېلو او کوسين خوله کې ترسره شوې دي.

ټاکل شوې، چې نن شپه ياد وسله وال او وسلې د رسنيو خبريالانو ته وښودل شي.

تر اوسه هېڅ یو وسله والې ډلې د يادو عملياتو په باب رسنيو ته څه نه دي ويلي.

نړیوال کرکټ جام: د هند او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه وځنډېده

د نیوزیلنډ دوه لوبغاړي

د کرکټ نړيوال جام په سيالو کې د جون پر۱۴مه د انګلېنډ او ويسټ انډيز ترمنځ لوبه کېږي.

دا د کرکټ نړيوال جام ۱۹مه لوبه ده.

دا لوبه په ساوت ايمپټن ښار کې د پېښور له وخت سره سم ماسپخين دوه نيمې بجې پیلېږي.

د جون پر ۱۳مه د هند او نيوزيلېنډ ترمنځ لوبه د باران له وجې وځنډول شوه او دواړو ټيمونه ته يو يو پوینټ ملاو شو.

د برتانيا په بېلا بېلو ښارونو کې روان په ۱۲م يوه ورځني پنځوس اووریز نړيوال کرکټ جام کې د مخکیني اتل اسټراليا ترڅنګ د پاکستان، افغانستان، بنګله دېش، انګلېنډ، هند، نيوزي لېنډ، جنوبي افریقا، سري لنکا او ویسټ انډيز لوبډلې برخه اخلي.

د دغو سياليو پایلوبه به د جولای پر۱۴مه په لندن کې کېږي.

د نیوزیلېنډ بریدګر وايي، بې ګناه یم

نيوزيلېنډ کې بريد. عکس له ارشیفه.

په نیوزيلېنډ کې پر دوه جماتونو په حملو کې د ۵۱ کسانو په وژنه تورن تن د بې ګناهۍ درخواست جمع کړی چې د کارواۍ لپاره اوس د ۲۰۲۰م کال د مې پر څلورمه ټاکل شوې ده.

د جون پر ۱۴مه برینټن ټیرنټ د روان کال د مارچ پر ۱۵مه له پېښې سره په تړاو د ۵۱ کسانو د وژنې، د ۴۰ کسانو د وژنې کوښښ او د کرایسټچرچ های کورټ کې د ترهګرۍ د تور خلاف اپیل جمع کړ.

۲۸ کلن ټیرنټ په اکلینډ کې تر سختو امنیتي تدابیرو له یو زندانه د ویډیو په ذریعه په عدالت کې وښودل شو.

د هغه وکیل شېن ټېټ د ټیرنټ په استازیتوب اپیل وکړ.

ټیرنټ د کارواۍ پر مهال لږ موسکې شو خو څه احساسات یې څرګند نه کړل او خاموشه و.

تمه ده چې دغه کاروايي د شپږو اوونیو لپاره دوام وکړي.

د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال سره ګوري

ارشیف، ټرمپ او پوتین

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به د روانې میاشتې په پای کې په جاپان کې د پرمختللو جي شل ډلې د هېوادونو په سرمشریزه کې وګوري.

که څه هم کرېملین تر اوسه نه‌ ده تایید کړې چې د دې کتنې لپاره یې د واشنګټن بلنه ترلاسه کړې خو ټرمپ له پوتین سره د کتنې خبره د جون پر ۱۲مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړه.

دغه څرګندونې د دواړو مشرانو د کتنې په اړه د ابهام وروستۍ بېلګه ده.

ټرمپ تېره میاشت د جي شل په سرمشریزه کې له پوتین سره د لیدو خبره کړې وه خو کرېملین هغه مهال ویلي و چې د دواړو مشرانو د مخامخ کتنې په اړه هېڅ هوکړه نه‌ ده شوې.

وروستۍ ځل ټرمپ او پوتین د ۲۰۱۸م کال په جولای کې د فنلنډ په پلازمېنه هلسینکي کې سره کتلي ول.

پر دغه دوه ساعته کتنه چې د معمول خلاف نه د ټرمپ نور همکاران او نه هم نوټ اخېستونکي په‌ کې وو، د هغه د مخالفینو لخوا سخت انتقاد شوی و.

د کرملین ویاند دمیتري پسکوف د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي چې کرملین ته تراوسه دا نه‌ ده تایید شوې چې دواړه مشران دې د جاپان په اوساکا ښار کې چې د جون په ۲۸مه او ۲۹ مه به د دې سرمشریزه کوربه وي، مخامخ کتنه ترسره کړي.

د جون پر۱۳مه د شانګهای سرمشریزه پیلېږي

عکس له ارشیفه

د شانګهای همکارۍ سازمان ۱۸مه دوه ورځنۍ سرمشریزه له د جون پر۱۳مه څخه د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې پیلېږي.

د پاکستان سرکاري راډیو وايي، په دې غونډه کې به د پاکستاني پلاوي مشري وزیر اعظم عمران خان کوي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې وشي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بېګا مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني به په دې غونډه کې وینا وکړي او د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره به خبرې وکړي.

قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند، پاکستان، چین او روس د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.

نړیوال کرېکټ جام: اسټرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه

د کرکټ په نړیوال جام کې د جون پر۱۳مه د هند او نیوزي لېنډ ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

دا لوبه به د پېښور له وخت سره سم د ماسپښین پر دوه نیمې بجې پیل شي.

د جون پر ۱۲مه د کرکټ نړیوال جام سیالیو لړ کې د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د انګلستان سمرسیټ په نوټن کې د لړۍ ۱۷مه لوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.

پاکستان د دغې لوبې پچه وګټله او اسټرالیا ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه، چې ۴۹ اوورنو کې یې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۳۰۷ منډې وکړې.

پاکستان په ځوابي لوبه کې د ۴۵ اعشاریه څلور اوور له لوبې وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۶۶ منډې یې جوړې کړې.

په نړیوال جام کې تر اوسه نیوزي لېنډ پر لومړي، اسټرالیا دویم، انګلستان دریم او هند پر څلورم نمبر دی.

داعش ډله غواړي چې پر امریکا برید وکړي: مکنزي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرېنک مکنزي. عکس له ارشیفه

د امریکا یو لوړ پوړی پوځي جنرال فرېنک میکېنزي وايي، داعش ډله لا هم په افغانستان کې ډېر پرېشانه کوونکی وجود لري.

خو د ده په وینا، داسې نه ښکاري چې په امریکا کې دې برید وکړای شي هغه ځکه چې تر دېر فشار لاندې ده.

جنرال فرېنک میکېنزي د جون پر ۱۲مه خبریالانو ته ویلي چې په افغانستان کې موجوده دا ډله بلکل دا خواهش لري چې په امریکا کې برید وکړي.

خو د جنرال فرېنک میکېنزي په وینا، تر څو چې امریکا پر دې ډله فشار وساتي تر هغه وخته به د دې ډلې لپاره دا ګرانه وي چې په امریکا کې برید وکړي.

تر دې وړاندې اسوشیېټډ پریس په روانه اونۍ کې د افغان او امریکايي امنیتي چارواکو له خولې لیکلي وو چې داعش ډله د نویو غړو په ګمارلو سره خپل وجود پراخوي او په امریکا او نورو مغربي هېوادونو د بریدونو پلانونه جوړوي.

افغان ځواکونه په هلمند کې پراخه پوځي عملیات پیلوي

په هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات به په لنډ وخت کې پیل شي. عکس له ارشیفه

د افغانستان حکومت وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو پرضد پراخ پوځي عملیات پيلوي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین د جون پر ۱۳مه مشال راډيو ته وویل چې پر یو وخت به څلور اړخیز عملیات روان وي.

د ده په وینا، یو لنډ مهاله عملیات دي، بل ستراتیژيک عملیات دي، بل د کومانډو عملیات دي او څلورم هم هوايي بریدونه دي.

د دې عملیاتو د پیلېدو په اړه نور مالومات نه دی ورکړل شوي.

په هلمند کې وسله وال طالبانو د افغانستان د نورو سیمو پرتله زیات فعال دي.

افغان ولسمشر وايي د سولې په باب رغنده بحثونه روان دي

محمد اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد سره

د افغانستان ولسمشر وايي، د افغانستان، د امريکا متحدو ايالاتونو او اروپايي ټولنې ترمنځ د سولې په اړه رغنده بحثونه روان دي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په کتنه کې وکړې.

د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني ويلي چې جرمني به د سولې په مسئله کې د اسانتيا برابروونکي نقش ولوبوي.

په وروستيو کې جرمني د بين الافغاني خبرو د کوربه‌توب لپاره چمتووالى ښوولى و.

د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني ويلي د افغانستان حکومت د سيمه‌ييزې اجماع د ايجاد لپاره عملي پروګرامونه لري چې په عملي کولو سره به يې دغه اجماع لا پياوړې شي.

زلمي خليلزاد ويلي، د افغانستان د سولې په مسئله کې د سيمې د هېوادونو نقش مهم دى.

زلمى خليلزاد چې تر اوسه يې شپږ ځله په قطر کې د طالبانو له استازیو سره کتلي، د افغانستان سيمې او اروپا په اووم سفر وتلى دى.

هغه تردې مخکې په بلجيم، تر هغه وړاندې په جرمني او بيا په پاکستان کې د افغانستان د سولې پر مسئله له چارواکو سره خبرې کړي دي.

په پام کې ده د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى خليلزاد به متحده عرب اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG