د ایران پارلیمان یو بیل منظور کړې چې موخه یې د دغه هېواد قوانین له نړیوالو معیارونو سره برابرول او د ترهګرۍ مالي مرستو ضد د ملګرو ملتونو کنوینشن سره شاملېدل دي.
ایرانۍ میډیا وايي، د اکتوبر پر اوومه، د پارلیمان ۱۴۳ غړیو د دې بیل په حق کې او ۱۲۰ په مخالفت کې رایې واچولې او پینځه غړي بیا په دې موقع موجود نه وو.
د قانون جوړېدو لپاره به دا بیل د ایران د مذهبي عالمانو سترې ادارې ته وړاندې کېږي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پارلیمان ته وویل، دی او ولسمشر دواړه دا باور نشي ورکولی چې د ترهګرۍ مالي مرستو ضد د ملګرو ملتونو کنویشن سره د شاملېدو وروسته به ټولې مسئلې هوارې شي البته دا باور ورکوي چې په دې کې د نا شاملېدو سره به امریکا ته د ایران لپاره د نورو ستونځو جوړولو موقع ترلاسه شي.
پر ایران تور دی چې د امریکا لخوا ناقانونه ګرځول شوې حزب الله وسله والې ډلې په ګډون له بېلا بېلو ډلو سره مالي مرستي کوي خو ایران دا تورونه رد کړي دي.