د امریکا دفاع وزیر جیم مېتیس د ایران هغه تورونه رد کړي او بې اساسه یې بللي چې وايي د تېرې اوونۍ په پای کې په جنوب ختیځ ښار کې پر پوځي پریډ تر شا امریکا لاس درلودلو.
نوموړي د سېپټمبر پر ۲۴مه په پیڼټګان کې خبریالانو ته وویل، سپینې ماڼۍ په اهواز ښار کې د سېپټمبر پر ۲۲مه، پر پوځي پریډ ترسره شوی برید په هماغه ورځ غندلی و.
په دې پېښه کې د یو څلور کلن ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي وو.
جیم مېتیس وايي،دا د خندا وړ خبره ده چې ګواکې دوی د دې پېښې تر شا لاس لري.
نوموړی وايي، ایران د دې برید پړه تر اوسه په درېوو هیوادونو او یوې ترهګرې ډلې اچولې ده.
په ایران کې د تر سره شوي دغه برید مسوولیت دوو ډلو قبول کړی و.
په دوی کې د حکومت خلاف او د عربو د حقونو لپاره مبارزه کونکې (اهواز ملي مقاومت) او اسلامي دولت وسله واله ډله شامل دي.