د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د انتخاباتو تړل شوي محلي دفترونه پرانیستل شول


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دفتر.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دفتر.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي، ټول تړل شوي محلي دفترونه يې پرانيستل شوي دي.

د یاد کمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي بېګاه شپه مشال راډيو ته وويل، دایو بل پرمختګ دى چې د اکتوبر ۱۵مې انتخاباتو ته لار هواروي او دوی ګڼي چې انتخابات به په ښه فضا کې په ښه شکل ترسره شي.

تر دې مخکې د ملي لوى ایتلاف ملاتړو په هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او کندوز کې د انتخاباتو ولايتي دفترونه تړلي وو او د هغوى په وړاندې يې د اعتراض په ډول خېمې درولې وې.

د ایتلاف غړو ټينګار درلود چې د ولسي جرګې راروان انتخابات دې په بايومټريک سيسټم وشي.

خو د دغه ایتلاف يوه غړي همايون همايون د دوشنبې پر ورځ په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، چې افغان حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون يې زياتې غوښتنې منلي او دوى خپل اعتراضونه پاى ته رسولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG