د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پلاوي لخوا د سېپټمبر پر ۲۳مه، خپره شوې خبرپاڼه وايي، یاده ټولنه له افغان کډوالو ماشومانو سره د مرستې او د پولیو د ختمولو لپاره ۲۵ میلیونه يورو مرسته کوي.
دغه څلور کلنه مرسته به يونیسیف او همکاران یې د دې جوګه کړي چې کډوال ماشومان په ښه ډول بېرته له خپلو کورنیو سره يو ځای او يو خوندي چاپېريال ورته برابر کړي.
د خبر پاڼې تر مخه دا به همدا راز له يونیسیف، د روغتیا نړيوال تنظیم او افغان حکومت سره د پولیو د ختمولو په هڅو کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ویلي، دې هېواد د پولیو د پای ته رسولو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.