د افغانستان په فاریاب ولایت کې د ماین یوې چاودنې درې ماشومان وژلي او شپږ نور يې ژوبل کړي دي.
د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د جمعې پر مازدیګر په شیرین تګاب ولسوالۍ کې شوې ده.
نوموړي وویل،(( یوه ډله ماشومان چې د لوبو لپاره له کور وتلي وو او یا له مدرسې څخه کور ته روان وو، د وسله والو مخالفانو لخوا پر ایښودل شوي ماین برابر شوي دي. د دریو ماشومانو مړي او شپږ ژوبل ماشومان روغتون ته وړل شوي دي. ممکن چې مرګژوبله زیاته وي او د څو تنو نورو مړي اصلا روغتون ته وړل شوي نه وي.))
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې