د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: ایران له ترهګرۍ سره تر ټولو ډېر مرسته کوونکی دی


د امریکا سپینه ماڼۍ.
د امریکا سپینه ماڼۍ.

امریکا یو ځل بیا ایران له ترهګرۍ سره تر ټولو ډېره مرسته کوونکې هېواد نومولې دی او پر ایران يې تور پورې کړی چې په مینځني ختیځ کې جنګونو له هوا ورکوي او حکومتونه کمزوري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چارشبنې په ورځ خپره شوې د نړیوالې ترهګرۍ په اړه په یوه سروې کې ویل شوي، ایران او لاس پوسي يې په سیمه کې د بېلا بېلو جګړو په شدت کې د زیاتوالي او د امریکا ګټو ته د زیان رسولو ذمه وار دي.

په سروې کې دا هم ویل شوي چې په نړۍ کې د ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷م کال ترمینځ په ترهګرو بریدونو کې ۲۴ فیصده کمې راغلې دی.

په سروې کې راغلي وروسته د دې چې ځینې چینايان له اسلامي دولت ډلې سره ملګري شو ، اوس دغه ډله چین او د چین ګټو ته هم خطر پېښوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG