د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، هڅه کوي چې د نوښار رشکۍ سیمه به د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ یوه برخه وګرځوي.
دا خبره د سېپټمبر پر ۱۹مه په پېښور کې د وزیر اعلا محمود خان په مشرۍ په یوه غونډه کې شوی.
په دې غونډه کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ او په صوبه کې د صنعتونو د پرمختګ په اړه بحثونه وشو.
د صنعتونو لپاره د وزیر اعلا مشیر عبدالکریم خان د غونډې په اړه مشال راډیو ته وویل، حکومت د دسېپټمبر په میاشت کې اقتصادي راهدارۍ په اړه په یوه مهمه غونډه کې د ګډون لپاره تیارۍ نیسي.
یاده دې وي چې رشکۍ اقتصادي زون د جوړولو کار تیر حکومت کې پیل شوی وو ، خو د اقتصادي ستونزو له کبله صوبايي حکومت د دې منصوبې ځمکه نه ده ترلاسه کړی.