د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایونفیلډ ریفرنس: نواز شریف، مریم او د کېپټن صفدر سزاګانې معطله


د اسلام اباد های کورټ د ایون فیلډ په مقدمه کې د پخواني وزیر اعظم نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن محمد صفدر له لوري دوی ته د اورول شویو سزاګانو خلاف پر وړاندې کړل شوي درخواست په خپله اورېدنه کې دوی ته ورکړل شوې سزاګانې ځنډولې دي.

های کورټ د قامي احتساب ادارې د دلیلونو بشيړولو پس خپله پرېکړه خوندي کړې ده.

نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او د هغې مېړه کېپټن محمد صفدر ته د سږ کال پر ۶م جولايي د بند سزا اورولې وه او دوی درې واړه دا ګړۍ د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG