د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ادلیب کې د عملیاتو ځڼډولو لپاره د ترکیې او روس پرېکړه ستایو'


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د ورس ولسمشر ولادمیر پوتین.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د ورس ولسمشر ولادمیر پوتین.

ايران او په شام کې اپوزيشن ډلو د ترکيې او روس ترمنځ شوی هغه هوکړه ليک ستايلی چې پر ادلېب ولایت عمليات ځنډوي.

د ايران بهرنيوو چارو وزير جواد ظريف د سېپټمبر پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د روس، ترکيې او ايران ډيپلوماسۍ د جنګ مخنیوی وکړ.

د شام اپوزيشن ډلو هم د روس او ترکیې ترمنځ د سېپټمبر په ۱۷مه شوی تړون ستايلی دی.

ادلېب هغه ولایت ده چې لا هم پرې د شام د رژيم کنټرول نه شته. ولسمشر بشارالاسد غواړي پر دغه سيمه عمليات وکړي او له ياغيانو يې خلاصه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG