د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سپوږمۍ ته د سفر لپاره د مساپرو نوم ثبت کړل


د امریکا خلایي راکټ.
د امریکا خلایي راکټ.

د امريکا شخصي خلايي کمپني سپيس ايکس مشر ايلون مسک وايي، د سپوږمۍ چکر لپاره يې د لومړی مسافر نوم ثبت کړی دی.

سپيس ايکس کمپني په ټويټر پاڼه د سېپټمبر پر ۱۳مه وويل، (بي ایف ار) راکټ کې د سپوږمۍ په مدار کې د چکر لپاره يې د لومړی شخصي مسافر نوم ثبت کړي چې خلا ته د عامو خلکو رسايي لړ کې يو مهم پرمختګ دي.

خو کمپني د مسافر نوم او وخت نه دې ښودلی چې کله به هغه د سپوږمۍ چکر وهي.

کمپني پلان لري چې د سېپټمبر پر ۱۷مه نور معلومات ورکړي.

سپوږمۍ ته تراوسه ۲۴ انسانانو سفر کړی او اخري وار په ۱۹۷۲ز کال کې په اپالو مشن کې ستور مزلې سپوږمۍ ته تللي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG