د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بصره کې د ایران کونسلګري بیا پرانستل شوه


په بصره کې د ایران کونسلګرۍ.
په بصره کې د ایران کونسلګرۍ.

ایران د عراق په بصره کې خپله نوې کونسلګري له هغه وروسته پرانستې ده چې مظاهره چیانو یې پخوانۍ هغه یوه څلور ورځې وړاندې وسوځوله.

په عراق کې د ایران سفیر اراج مسجیدي د سېشنبې په ورځ ویلي، د نوې کونسلګرۍ پرانسته یې د دې لپاره کړې چې د ده په وینا، نه غواړي چې د بصرې د خلکو خدمت کول یوه ورځ وځندېږي.

ده وویل پخوانۍ کونسلګري یې د سېپټمبر پر ۷مه احتجاج کوونکو په مکمله توګه سوځولې ده خو کارکوونکو ته یې څه زیات نه دی رسېدلی.

په بصره کې په دې ورستیو کې احتجاجونه زیات شوي دي.

خلک هلته پر درغلیو او د بنیادي اسانتیاوو پر نیشتوالي غصه دي او حکومتي ودانیو ته یې اورونه اچولي دي.

بصره د عراق هغه صوبه ده چې د تیلو زیاته برخه دولت پیدا کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG