د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: واشنګټن د کابل ستراتیژیک ملګری دی


افغانستان - د ولسمشرۍ ماڼۍ.
افغانستان - د ولسمشرۍ ماڼۍ.

افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا څرګندونه رد کړې چې ګواکې امریکا د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې پر بدلولو غور کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي بېګا مشال راډیو ته وویل، واشنګټن د کابل ستراتیژیک ملګری دی او په پالیسۍ کې د بدلون خبره مستنده نه ده.

د نوموړي تر خبرو مخکې د سپټمبر پر شپږمه یو شمېر پاکستانیو رسنیو خبر ورکړ چې قریشي، د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپېو سره تر لیدو وروسته ویلي دي چې واشنګټن پر پاکستان د فشار راوستو فکر نه کوي بلکې له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته لېواله دی او خپلې پالیسۍ ته بیاکتنه کوي.

امریکا د قریشي د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG