د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د شام پر نهو کسانو او شرکتونو بندېزونه لګولي


د امریکا د مالي چارو وزارت ودانۍ.
د امریکا د مالي چارو وزارت ودانۍ.

د امریکا د مالي چارو وزارت شامي حکومت ته د تېلو ورکولو او مالي سرچینو برابرولو په تور پر څلور کسانو او پینځو شرکتونو بندیزونه لګولي دي.

وزارت د سپټمبر پر شپږمه په بیان کې وویل چې پر محمد القاطرېجي او د هغه د لاریو پر شرکت بندیز لګوي ځکه چې هغه د شامي حکومت او اسلامي دولت وسله والو ترمنځ د تېلو د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابرولې.

د امریکا د مالیې وزارت وايي، نوموړی له شامي ولسمشر بشارالاسد سره نېږدې اړیکي لري او اسلامي دولت ډلې ته یې د تېلو ورکولو لپاره ورسره مستقیماً کار کړی دی.

بیان وايي، په شام، لبنان او متحده عرب اماراتو کې یې پر یوې تېل خرڅوونکې شبکې هم بندیز لګولی دی.

بیان زیاتوي چې په شام کې د قاطرېجي شرکت له عراقه هغه هېواد ته وسلې هم انتقال کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG