د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خبرداری ورکړی چې که د نړۍ له طاقتورو هېوادونو سره اټومي تړون ورته ګټه و نه رسوي نو کېدای شي چې ترې ووځي.
خامنه يي دا څرګندونې د اګست پر ۲۹مه په داسې حال کې وکړې چې د روان کال په مې میاشت کې امریکا د ایران د ۲۰۱۵ز کال اټومي موافقي څخه ووته او روانه میاشت یې په لومړي پړاو کې پر ایران بیا بندیزونه بحالول پیل کړل.
مخکې د تهران د اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې دغه بندیزونه نرم شوي ول.
اروپايي هېوادونه د تړون د خوندي ساتلو هڅې کوي چې تهران د اټومي وسلو جوړولو نه منع کړي.
خو د خامنه يي پر ووبپاڼه د نوموړي د خولې ویلي چې که نتېجې ته ورسېږي چې اټومي تړون یې له قامي مفاد سره سمون نه خوري نو پرېښودای یې شي.