د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې وروستي بریدونه وغنده


د بښنې نړیوال سازمان لوګو.
د بښنې نړیوال سازمان لوګو.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د چارشنبې پر ورځ په کابل کې پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید جنګي جنایت بللی دی.

په دشت برچي سیمه کې د پوهنتون د داخلې امتحان لپاره د تیاریو پر مرکز په ځانمرګي برید کې ۳۴ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۵۶ ژوبل ول.

د بښنې نړیوال سازمان پرون ماښام په یوه بیان کې د جنوبي اسیا څانګې د کیمپېنرې سمېرې حمید له خولې لیکلي چې پر ملکي وګړو او تعلیمي مرکزونو حملې جنګي جنایت دی.

بیان زیاتوي چې د افغانستان په اوسنیو ناامنه حالاتو کې له ګاونډیو هېوادونو او اروپا څخه د زرګونه افغان کډوالو ایستل د بشري حقونو او نړیوال قانون سرغړونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG