د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین پر روس د امریکا بندیزونه غیر قانوني بللي


د روس ولسمشر ولادمیر پوتین.
د روس ولسمشر ولادمیر پوتین.

د روس ولسمشر او د روس امنیت شورا پر مسکو د امریکا له لوري ممکنه بندیزونه په بشپړ ډول غیرقانوني بللي دي.

د روس خبري اژانسونو د کرېملېن د ویاند دېمېتري پېسکوف په حواله دا وینا خپره کړې ده.

پېسکوف د اګست پر ۱۰مه ویلي چې پوتین د روسیې د امنیت شورا له غړو سره غونډه کړې او د واشنګټن له لوري د نورو ممکنو غیر دوستانه اقداماتو پر څرنګوالي یې خبرې کړې دي.

پېسکوف رسنیوته ویلي چې په دې غونډه کې ټینګار شوی چې داسې اقدامات د نړیوالو قوانینو پر اساس په یو مخیز ډول غیر مشروع دي.

د روس بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف هم پرون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره په ټېلېفون ږغېدلی او ورته ویلي یې دي چې مسکو د امریکا بندیزونو وروستی پلان رد کړی دی.

تر دې وړاندې د روس صدر اعظم دېمېتري میدویدف وویل چې که واشنګټن د روسیې پر بانکونکو ولګوي مسکو به يې د اقتصادي جنګ اعلان وګڼي او په مقابل کې به یې له اقتصادي، سیاسي او نورو لارو وروته اقدام وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل چې په بریتانیې کې د پخواني روسي جاسوس، سرګې سکرېپال د مسمولو په پېښه کې د روس لاس درلودلو له امله به پر مسکو بندیزونه ولګوي.

سپینې ماڼۍ پرون یو وار بیا پر سرګې سکرېپال د کیمیاوي موادو حمله وغندله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG