د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي: غزني کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې


د افغانستان د غزني ولایت ښار.
د افغانستان د غزني ولایت ښار.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د غزني حکومتي دفترونه د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي او وسله وال طالبان د ښار څنډو ته تښتېدلي دي.

د غزني امنیه قومندان، فرید مشعل د اګست پر ۱۰مه رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو پر لسم اګست سهار وختي حمله وکړه او غوښتل يې چې غزني ښار ونیسي خو ناکام کړل شو.

مشعل وویل چې په جګړه کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د معشل په وینا، ۱۴ پولیس وژل شوي او ۲۰ تنه زخمیان شوي دي.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان د دولتي ځواکونو یو هېليکوپټر یې را غورځولی دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو دا ادعا رد کړې او وايي چې هېليکوپټر يې د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلی دی.

پر غزني د وسله والو طالبانو د برید شنډولو لپاره د امریکا جنګي الوتکو او هیلي کاپټرو هم د افغان ځواکونو مرسته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG