د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خیبر پښتونخوا صوبايي ادارې دې په پخوانۍ فاټا کې خپل دفترونه پرانیزي'


خیبر پښتونخوا نقشه.

د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر دوست محمد خان د صوبايي ادارو پر مشرانو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې په پخوانیو قبایلي سیمو کې خپل دفترونه پرانیزي.

د اعلا وزیر له دفتره بېګا په خپور بیان کې راغلي چې د اګست پر نهمه د دوست محمد خان په مشرۍ د نګرانې کابینې غونډه وشوه چې پکې نوموړي چارواکو ته وویل چې له وخت ضایع کولو پرته دې په پخوانیو قبایلي سیمو کې خپل دفترونه پرانیزي ځکه چې له ۲۵م اییني بدلون سره سم اوس هغه سیمې د خیبر پښتونخوا برخه دي.

بیان زیاتوي چې اعلاوزیر چې په ځانګړي ډول دې د خیر ښېګړې، تعلیم او روغتیا دفترونه ژر پرانیزي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG