د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: په افغانستان کې تل پاتې سوله غواړو


د پاکستان تحريک انصاف مطبوعاتي څانګه وايي د اګست په اتمه په اسلام اباد کې د امريکا سرپرست سفير، جان هوور په بني ګالا کې د ممکنه وزيراعظم، عمران خان سره ملاقات او په همدغه ورځ ورته د ايران ولسمشر حسن روحاني ټيليفون کړی دی.

تحريک انصاف پر خپل ويب سايټ ليکلي چې عمران خان جان هوور سره د تجارتي اړيکو زياتولو ترڅنګ د افغانستان پر امنيت خبرې کړې دي.

د ويب سایټ ترمخه بلخوا ايراني ولسمشر حسن روحاني، عمران خان ته تر وزيراعظم کېدو وروسته تهران ته د ورتګ بلنه ورکړې ده چې نوموړي منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG