د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګاډو یوې جرمن کمپنۍ په ایران کې خپل کار ودراوه


د جرمني د موټر جوړولو کمپنۍ (ډایملر)

د امریکا د ولسمشر له خبرداري، څو ساعته وروسته ډایملر د جرمني د موټر جوړولو سترې کمپنۍ په ایران کې خپل فعالیت ودراوه.

ډونالد ټرمپ پر ایران د امریکا د بندیزونو د لومړي پړاو له جاري کېدو سره ژمنه کړې چې هره هغه کمپنۍ به چې په ایران کې فعالیت کوي، د امریکا پراخ بازار به‌ یې د خرڅلاو پر مخ وتړي.

د ډایملر کمپنۍ ویاندې د سې شنبې په ورځ وویل چې د دغو بندیزونو مطابق‌ یې په ایران کې له مخکې محدود فعالیت درولی دی.

په‎ دغه ناڅاپي اقدام سره په ایران کې د ډایملر کمپنۍ هغه پراختیایي پروګرامونه هم پای ته رسېږي چې له مخې یې دې کمپنۍ له دوو ایرانيو کمپنیو سره په ایران کې دننه د مرسېډس بېنز لاریو ټوټې سره یوځای کولې.

له ایرانه د ډایملر د وتلو پرېکړه چې له بندېزونو سرغړونکیو ته د ټرمپ د خبرداري پر اساس کېږي، دغه‌راز د اروپایي ټولنې پر هغو مشرانو هم یو ګزار دی چې ژمنه‌یې کړې چې له ایران سره به سوداګري جاري وساتي او د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د تړون چې امریکا ترې وتلی، درناوی کوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG