د لاسرسي ځای

تازه خبر

الیکشن کمېشن د ټاکنو نتیجو ځنډ د سیاسي ګوندونو اندېښنې پرځای بللي


د پاکستان الیکشن کمېشن بورډ.
د پاکستان الیکشن کمېشن بورډ.

د پاکستان الیکشن کمېشن د روان کال د انتخاباتو د نتیجو د ځنډ په اړه د سیاسي ګوندونو اندېښنې پرځای بللي خو وايي چې د عدالتونو په حکم دغه ځنډ مخې ته راغلی دی.

د پاکستان الیکشن کمېشن یو ویاند سهیل احمد بېګا مشال راډیو ته وویل د انتخاباتي کمېشن پوره کوښښ دی چې د اکست تر ۱۵مې د ټولو امیدوارانو حتمې نتیجې راشي څو په وخت د دوی د حلف پورته کولو او د وزیر اعظم، سپیکر او ډپټي سپیکر د ټاکلو بهیر پرمخ یوړل شي.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف یو مشر فواد چوهدري د پاکستان چیف جسټس ته خواست کړی و چې د ځینو حلقو په نتیجو کې د ځنډ نوټس دې واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG