د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر د ولایتي شورا مشر د نظامي عملیاتو دوام غوښتنه کړې


د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات.

د لوګر د ولایتي شورا مشر له حکومته غواړي چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې کې خپلو نظامي عملیاتونو ته دوام ورکړي.

حسیب الله ستانکزی د سه شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل که څه هم افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو تېره شپه طالبانو ته کلک ځواب ورکړی خو بیا په ازرې ولسوالۍ کې د ناامنیو په اړه اندېښنې موجودې دي

د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي وسله والو طالبانو د لوګر ازرې ولسوالۍ ته د تګ راتګ لارې د تېرو دریو ورځو راهیسې تړلي دي او د ولسوالۍ مرکز یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی چې په خبره یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې حملې کړي دي.

بلخواد لوګر ولایت د امنیې قوماندان ویاند شاه پور احمدزي وايي، په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په هدف عملیات دوام لري او سیمه اوس د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG