د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني له مخورو افغانانو سره ویني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو، سولې، له طالبانو سره د احتمالي اوربند او په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستلو په مقصد له سیاسي ګوندونو، عالمانو او رسنیو سره مشورې کوي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د سه شنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل ولسمشر په دې لړ کې سلا مشورې پيل کړي دي چې وروسته به اړونده فیصلې کېږي.

نوموړي وویل په پام کې ده چې ولسمشر اشرف غني راتلونکې اوونۍ د رسنیو له استازیو د انتخاباتو د څار له بنسټونو او له دیني عالمانو سره وویني.

د ولسمشر ویاند وویل امکان دی چې د لوی اختر په ورځو کې له طالبانو سره اوربند وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG