په فراه ولایت کې د یوه ماین چادونې لسګونه مساپرو ته مرګ ژوبله اړولې.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري مشال راډیو ته وویل چې دغه ماین د سېشنبې پر سهار وختي په بالا بلوک ولسوالۍ کې هغه مهال وچاودېد چې پرل اره د سپرلیو یو ۴۰۴ ډوله بس پرې وخوت. مهري زیاته کړه"د دغه ماین د چاودنې په نتیجه کې ۱۱ مساپر شهیدان شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي."
د فراه د والي په وینا د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک دی او ښایي د مړو شمېر زیات شي.
مهري زیاته کړې چې دغه بس له هراته کابل ته په لاره و.