د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: د راتلونکې حکومت په اړه بله ټوله ګونديزه غونډه کوو


مولانا فضل الرحمن وايي چې په ټاکنو کې شوې درغلي ورته د منلو وړ نه ده.

په اسلام اباد کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو د مشرانو په يوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د تحريک انصاف ګوند ممکنه حکومت جوړوونې پر ضد او يا هم په اپوزيشن کې د کښېناستو فېصلې رسېدو لپاره به نورې مشورې کوي.

د جولای په دېرشمه شوې دې غونډې وروسته، د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند او د مذهبي ګوندونو اتحاد متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل چې ټول ګوندونه په دې سلا دي چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

هغه زياته کړه: ((مشورې روانې دي. په ډېرو خبرو سلا شوي يو. مخکې به مو طريقه څه وي؟ په دې اړه به خبرې کوو. موږ به يوه شریکه لاره خپلوو. غواړو چې دا جنګ په شريکه وکړو. د دې لپاره يوه بله ټول ګونديزه غونډه هم کېږي.))

د ټاکنو کمېشن د جولای په پنځه ويشتمه شوو انتخاباتو کې د درغليوو تورونه بې ځايه بولي.په همدې حال کې د تحريک انصاف مشر شاه محمود قريشي پرون مطبوعاتو ته وويل چې دوی ۱۱۵ سيټونه ګټلي او د حکومت جوړولو لپاره د ۲۲ نورو پېدا کولو لپاره يې رابطې روانې دي نو ځکه د حکومت په جوړولو کې هيڅ ستونزه نه لري.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG