د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د وژل شویو شمېر ۳۲ کسانو ته ورسېد


د کوټې د برید حال.
د کوټې د برید حال.

په کوټه کې د سېشنبې په ورځ کې په شوي ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۳۲ ته لوړ شو.

د بلوچستان د کورنیو چارو نګران وزیر اغا عمر بېګا ناوخته مشال راډیو ته وویل په دغه پېښه کې ۴۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

حکومت په دغې پېښه کې د ککړتیا په تور تراوسه څوک نه دي نیولي.

داعش د دې برید زمه واري منلې ده.

برید پرون له کوټې سره نږدې په مشرقي بایي پاس له انتخاباتي مرکز سره نږدې وشو. د برید وروسته په سیمه کې انتخابي عمل د دوه ساعتونو لپاره ځنډیدلی و چې وروسته ووټ اچونه بیا پیل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG