د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ټاکنې: م.م د طالبانو او داعشیانو تشدد غندلی


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نښه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه خوله په افغانستان کې د انتخاباتو ګډوډلو لپاره د طالبانو او اسلامي دولت وسله والې ډلې له خوا تشدد غندلی دی.

د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ ناوخته په یو بیان کې ویلي چې دوی د طالبانو او اسلامي دولت وسله والې ډلې په ګډون د هغو ټولو ډلو په سختو ټکو غندنه کوي کوم چې په افغانستان کې په انتخاباتي بهیر کې د خنډ اچولو لپاره له تشدده کار اخلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا بیان له هغه یوه ورځ وروسته راغلی دی چې په کایل کې یو ځانمرګي برید ۲۳ کسان ووژل.

په بیان کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه زوړ بلل شوي او د هغوی ستاینه یې کړې ده چې د بیان په وینا، د هېواد په ساتلو کې مخکښ رول لوبوي.

د شنبې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته نږدې د شوي دې برید مه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وه.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG