د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن ښارګوټي کې چاودنې پنځه تنه ژوبل کړي


چمن ښارګوټی
چمن ښارګوټی

د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې یوې چاودنې پنځه کسان ټپيان کړي دي. پوليس چارواکي وايي، چاودنه نن غرمه د ښار پر مال روډ د يوې هټۍ مخې ته په يوه موټر سايکل کې له پټ کړل شويو باروتو وشوه.

د پوليس په وینا د پېښې هدف د امنيتي سرتېرو ګاډی و چې په چاودنه کې زيان ورته ورسېدلو. بلخوا د چاودنې له کبله نږدې هټيو ته هم زيان اوښتی دی. تر اوسه د دې چاودنې مسوليت چا نه ده منلی.

له دې وړاندې د جولای پر ۱۳مه نېټه د بلوچستان په مستونګ سيمه کې په يوه ځانمرګي بريد کې ۱۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد مسوليت داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې منلی و چې پکې د بلوچستان عوامي پارټۍ انتخاباتي امېدوار نوابزاده سراج رییسانی هم وژل شوی و.

نن په کوټه کې د هغه برید پرضد کاربندېز هم دی. تېر ماښام د صوبې نګران اعلا وزیر علا‌‌ءالدین مري په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د مستونګ په برید کې د وژل شویو کورنیو ته به ۱۵، ۱۵ لاکه روپۍ ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG