د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د دیني عالمانو غونډه کې هېڅ وسله واله ډله ترهګره نه ده یاده شوې'


د پاکستان د بهرینو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل.

پاکستان ویلي دي چې د افغانستان د سولې په اړه په سعودي عرب کې د دیني عالمانو په غونډه کې هېڅ وسله واله ډله د ترهګر په نوم نه ده یاده شوې خو په بریدونو کې د خلکو وژنه ناروا بلل شوې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د پنجشنبې پر ماسپښين په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، همدا لامل دی چې پاکستان دریځ لري چې د افغانستان شخړه سیاسي حل ته اړتیا لري.

د جولای په دویمه اوونۍ کې په سعودي عرب کې د ۳۳ هېوادونو دیني عالمانو په دوه ورځنۍ غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه دې ودروي او له کابل سره دې مذاکرات وکړي.

په غونډه کې د افغانستان جګړه فتنه وبلل شوه. طالبانو د دیني عالمانو دا غونډه غندلې وه.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG