د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ خپل روسي سیال ته بلنه ورکړې


د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دي چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ چارواکو ته امر کړی دی چې په مني کې د هغه روسی سیال ولادمیر پوتین واشنګټن ته دعوت کړي.

سېرا سینډرز بېګا پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن څخه غوښتنه کړې ده چې سږکال منی دې ولسمشر پوتین واشنګټن ته وروبولي او دا چې په دې اړه خبرې وار له مخه روانې دي.

سېنډرز دا هم لیکلي چې په هېلسېنکي کې ټرمپ د دواړو هېوادونو د امنیت شورا د چارواکو تر منځ د خبرو د دوام موافقه وکړه.

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په هېلسېنکي کې له روسي ولسمشر پوتین سره د ملاقات ستاینه وکړه او دا یې یوه لویه بریا وبلله.

ټرمپ پر ټوېټر لیکلي دي چې له پوتین سره دویم ملاقات ته سترګې په لار دی.

په بیان کې ټرمپ پر رسنیو هم انتقاد وکړ ځکه چې په اند یې رسنیو له روسي مشر سره د ده د لیدنې منفي انځور وړاندې کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG