د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ټرمپ بیا بیا له حسن روحاني سره د ليدو غوښتنه کړې'


د ایران ولسمشر د ماڼۍ یو لوړ پوړي چارواکي ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ولسمشر حسن روحاني سره څو ځله د لیدو غوښتنه کړې وه.

حسن روحاني تېر کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی وو.

د ایران رسنیو خبري اېجنسۍ د محمود واعظي له خولې لیکلي دي چې ټرمپ ایراني پلاوي ته اته ځلې له روحاني سره د لیدو ویلي و.

د واعظي په وینا کله چې ایراني پلاوي د امریکا ولسمشر غوښتنې ته مثبت ځواب ور نه کړ، نو ولسمشر ټرمپ له ایران سره له اتومې تړونه د امریکا د وتلو اعلان وکړ.

ایرانيو چارواکو د پروسږ کال په اکتوبر کې هم د امریکا ولسمشر له خپل ایراني سیال سره د لیدو د غوښتنې یادونه کړې وه، خو په دې اړه یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بیا بیا غوښتنو په اړه څه نه وو ویلي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG