د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د ایران پر تېل پلورلو کمی راولو


د امریکا او ایران نقشه.
د امریکا او ایران نقشه.

لوړ پوړو امریکایي چارواکو ویلي هغه هېوادونه چې له ایرانه تیل اخیستو ته دوام ورکوي ځان له جرمانو بچ کولای شي که د واشنګټن لخوا سږ کال په تهران د بندېزونو د بحالیدو پورې له دغه هېواده د تېلو په درامد کې کافي کمې راولي.

د جولای پر ۱۶مه د امریکا د خزانې وزیر سټیون مینوچین لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دوی غواړي خلک له ایرانه تیل بالکل وانخلي خو په ځینو وختونو کې داسې ګامونه یو ځلې نه شي کېدای نو ځکه یې د معافۍ امکانات تر غور لاندې دي.

له ایرانه تیل اخیستونکو یو شمېر هېوادونو په تېره جاپان او هند ویلي چې د نومبر تر مهلت پورې له تهرانه تیل اخیستل بیخي نه شي بندولی ځکه چې داسې یې اقتصاد ته تاوان رسېږي.

مینوچین او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دا څرګندونې تېره اوونۍ خبریالانو ته کړې وې چې برسېره کېدل یې تر پرونه پورې ساتل شوي وو.

دوی ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ له ځينو هېوادونو سره د نرمۍ باوجود غواړي چې پر ایران دې سخت بندېزونه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG