د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانمرګی بریدګر تر برید مخکې ووژل شو


په کابل ښار کې نن یو ځانمرګی بریدګر تر حملې مخکې په ډزو وژل شوی دی.

دا پېښه نن دوشنبه په شهرنو سیمه کې شوې ده.

د ازادي راډيو د خبریال د راپور له مخې، دغه بریدګر غوښتل چې د خلکو هغه ډله په نښه کړي چې د مظاهرو په هدف په شهر نو سیمه کې سره ټول شوي وو.

په پېښه کې له بریدګر پرته، بل چا ته زیان نه‌دی اوښتی.

ویل کېږي چې شااوخوا ۱۰۰ تنه په دې مظاهره کې حاضر وو چې د حکومت له‌خوا یې د یوه سیمه‌ییز قوماندان نظام‌الدین قیصاري د نیولو په غبرګون غږ پورته کړی و.

نظام‌الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم یو نېږدې قوماندان دی او په فاریاب ولایت کې د افغان خاصو ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG