د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنیاهو: روس دې ایراني ځواکونه له شامه وتلو ته وهڅوي


د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو

د اسرایلو وزیراعظم بینیامین نتنیاهو وايي، روسي ولسشمر پوتین ته يې ویلي چې ایراني ځواکونه له شامه وتلو ته وهڅوي.

د چارشنبې په ورځ پر فېسبوک په خپل یوه بیان کې نتنیاهو وویل دا پیغام يې ولسمشر پوټین ته په کریملن کې په یو ملاقات کې ور رسولی دی.

په دغه لیدنه کې دوی د شام په وګده کورنۍ جګړه او په دې کې د ولسمشر اسد په ملتیا د ایران د کردار په اړه خبرې کړې وې.

اسرایلي چارواکي وايي، هغوی اندېښنه لري چې د شام ولسمشر اسد به ایران او حزب الله ته د ګولان په غریزه سیمه کې د پاته کېدو اجازه ورکړي.

دا سیمه اسرایلو قبضه کړې ده او په ۱۹۶۷ ز کال کې يې له شامه له ځان سره یوځای کړی ده.

تهران او دمشق دواړو په سختۍ سره د اسرایلو غوښتنه رد کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG