د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ د سیمه ایز امنیت دفتر په یوه ځايي هوټل کې د خلکو پر ناقانونه لېږد د اګهۍ موندلو په موخه یو سیمینار رابللی وو. په دغه غونډه کې قانون سازوونکیو ادارو، غیر سرکاري ډلو او قانون پلي کوونکیو ادارو ګڼو کسانو ګډون کړی وو او پر دې یې غور وکړ چې څنګه د امریکا او پاکستان حکومتونه د یاد جرم ختمولو لپاره کار کولای شي.

د دغه سیمینار موخه د خلکو ناقانونه لېږد په اړه په قانون سازۍ کې ښه والی او له اغېزمنو خلکو ته د خوندیتوب ورکولو لپاره د یوه فورم جوړونه شامله وه.

پر دې مهال ځايناستي امریکايي کونسل جنرل ویل مکینول وویل چې امریکا غواړي د خلکو ناقانونه لېږد ولکه کولو باندې له پاکستان سره په ګډه کار وکړه. نوموړي وویل چې د انساني قاچاق، اغېزمنو ته خوندیتوب او انساني سمګرانو خلاف د قانوني کاروايي لپاره یو منظم جال خورولی شي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG