د جورجیا د کورنیو چارو وزارت وايي ، چارواکو هغه نولس کلن شپون نیولی دی چې د یو درې کسیزې امریکايي کورنۍ د وژلو شک کېږي.
د یاد وزارت له خوا د دوشنبې په ورځ په بیان کې ویل شوي چې دې نولس کلن شپون منلې ده چې ۴۴ کلن ریان سمیت، د هغه ۴۳ کلنه مېرمن لورا سمېت او د دوی څلور کلن زوی یې تېره اونۍ وژلي وو.
چارواکو تر اوسه د دې نیول شوي مشکوک کس پېژندګلوي نه ده په ډاګه کړې. د بیان په وینا، پر هغه تور دی چې قتل ته یې وار له مخه پلان جوړ کړی وو او که پرې ثابت شي نو د ټول عمر سزا ورته اورېدل کېدای شي.
وړاندې خبري رسنیو خبر ورکړی وو چې د جورجیا اسناد لرونکې امریکايي کورنۍ د جولايي پر شپږمه نېټه ورکه شوې وه.