د افغانستان د سولې لپاره په سعودي عرب کې د دیني عالمانو دوه ورځنۍ غوڼده نن(سېشنبه) پېلېږي.
د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز د پاکستان په استازیتوب په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
نوموړي بېګا مشال راډیو ته وویل، په سعودي عرب کې د کېدونکي کنفرانس په څېر غونډې د افغانستان د امن لپاره ګټورې کېدای شي.
د ډاکټر قبله ایاز په وینا، پاکستان د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.
خو د نوموړي په وینا، تر فتواوو به دا ډېر موثره وي چې که د وطن له روایاتو سره سم مزاکرات وشي.