په ایران کې چارواکو یوه نجلۍ پر انسټاګرام د خپلې نڅا ویډیو خپرولو په تور نیول شوې ده.
مایده هژبري پر انسټاګرام له ۴۰ زره زیات پلویان لري.
د ایران دولیتي ټېلېوېژن یوه ویډیو خپره کړې چې پکې دا ۱۸ یا ۱۹ کلنه نجلۍ د اخلاقي ارزښتونو سرغړونه مني او ټینګار کوي چې نور خلک یې د ځان په څېر نڅا ته نه دي هڅولي.
په ویډیو کې د مایدې مخ سم نه ښکاري.
د مایدې په ویډیو کې ښودل شوي نور کسان هم نیول شوي.
په ایران کې په عام محضر کې نڅا منع ده.