د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په غزني ولايت کې د جمعې په ورځ درې کوچنیان د ماین په دوو چاودنو کې وژل شوي او اوه تنه زخمیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې دواړه چاودنې د دې ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې شوي دي.

د ګېلان ولسوال، محمد کریم ویلي چې یوه چاودنه په شینکۍ کلي او بله په ضابط قلعه کلي شوي دي.

دواړه ماینونه د ماشومانو د لوبو ځای ته نږدې چاودېدلي دي.

د حملې ذمه واري چا نه دی اخیستی خو د غزني چارواکې وسله والو طالبانو د دي ذمه وار بولي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG