د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني جګپوړیو چارواکو پر امریکايي ولسمشر نیوکې کړې دي


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

د جرمني جګپوړیو چارواکو د ناټو سرمشريزې مخکې د امریکا پر ولسمشر نيوکې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ ویلي دي چې پر جرمني او نورو اروپایي هېوادو به فشار راولي ترڅو ناټو تړون ته خپلې پیسې ورکړي.

جرمني چارواکو د جمعې په ورځ خپل نرم انتقاد د یو لړ مرکو په ترڅ کې وکړ.

یوه ورځ مخکې تر دې ولسمشر ټرمپ وویل چې امریکایان په ساده ګۍ د جرمني د برخې او د ناټو نور دفاعي پراخ لګښتونه ورکوي.

یو شمیر جرمني وکیلانو او چارواکو د دې څرګندونو په ځواب کې پر ټرمپ انتقادونه کړي او ځینو د ناټو په برخه کې د ټرمپ پر صداقت شک څرګند کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د چارشنبې او زيارت په ورځ د بلجیم په پلازمینه برسلز کې د ناتو د مشرانو غونډه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG