اروپايي ټولنې ویلي دي چې د راتلونکي کال د جنورۍ تر پایه پورې پر روسیې بندېزونه رسماً غځوي.
ټولنې دا بندیزونه په ۲۰۱۴ز کال کې د کریمیا الحاق او د اوکراین په ختیځ کې له بېلتونپالو سره د مسکو د مرستو له کبله لګولي ول.
د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې مشرانو متفقه پرېکړه وکړه چې د جون پر ۲۹مه د برسلز د سرمشریزې اقدامات نهايي کړي.
دا بندیزونه په ابتدايي ډول د روسیې د بانکونو او انرژۍ څانګې په نښه کوي.
د ۲۰۱۴ز کال له اپرېل راهیسې په اوکراین کې د حکومتي ځواکونو او بېلونپالو ترمنځ د نښتو له کبله له ۱۰ زره څخه زیات کسان وژل شوي دي.
مسکو د اروپايي بندیزونو د غځولو په غبرګون لا څه نه دي ویلي.