د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې درې داعشیان نیول شوي


د ننګرهار نقشه.
د ننګرهار نقشه.

افغان چارواکي وايي، د داعش د ښاري شبکې درې غړي نیول شوي دي.

چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ ډرونټې سیمه کې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د داعش د ښاري شبکې درې غړي ژوندي نیول شوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي د پنجشنبې په سهار مشال راډیو ته وویل چې نیول شویو کسانو په ګڼ شمیر بریدونو، ریموټ کنټرول ماینونو برابرولو او چاودونو کې مستقیم لاس لرلو.

وسله والو په دې اړه لا څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG