د لاهور په ګډون د پنجاب په بېلا بېلو سیمو کې د بارانونو له کبله د وژل شویو شمېر ۱۵ ته رسېدلی ده.
د ژغورنې ادارو چارواکیو نن د چارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، ډېر کسان د چتونو له راپریوتو او د بجلۍ کرنټ له کبله وژل شوي دي.
په دغه پېښو کې شاوخوا۵۰ کسان ژوبل شوي هم دي.
د پنجاب د موسمیاتو محکمې ویلي چې د سېشنبې په ورځ په دغه صوبه کې ۲۵۲ ملي میټره باران شوی دی.
بلخوا د خېبر پښتونخوا د شبقدر په سرو کلي کې د یو هوټل چت د راپریوتو په پېښه کې څلور کسان ژوبل شوي دي.