د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په بغلان ولایت کې درې کسان وژل شوي


د افغانستان د بغلان ولایت نقشه.
د افغانستان د بغلان ولایت نقشه.

د افغانستان د بغلان برکې ولسوال شمس الدین شهاب د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې بېګا په برکې کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې دوه کارکوونکي او د یوه سیمه ییز قومندان ساتونکی پر یو کور په برید کې ووژل شول او نور دوه ساتونکي زخمیان شول.

یو بریدګر هم په ځوابي ډزو کې ټپي شوی دی.

که څه هم د برکې ولسوال شمس الدین شهاب د دې برید مسوول طالبان بولي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG