د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو: راتلونکې سرمشرېزه افغان سوله څېړي


په بروکسل کې د ناټو نوی ودانۍ.

د ناټو سرمنشي یوه مرستیال تمه ښودلې چې د ناټو په راتلونکې سرمشرېزې کې به په افغانستان کې د سیاسي حل‎ لارې موندلو په هدف د دغه هېواد له ولسمشر سره د سولې پر لارو چارو بحث وشي.

په سیاسي چارو کې د ناټو جنرل سیکرېټري مرستیال جېمز اپاتورای له مشال راډیو سره په یوه مرکه کې چې د جولايي پر دوهمه خپره شوه، ویلي په ‎دې سرمشرېزه کې به له ولسمشر اشرف غني سره د سولې پر وړاندیز بحث وشي چې د افغانستان د ستونزې لپاره یوه سیاسي حل‎لاره وموندل شي.

لومړی ناټو اتحایان به دا تایید کړي "چې دوی به نور سرتېري زموږ د روزنې مشن ته ور زیات کړي، دوی به افغان عسکرو ته روزنه ورکوي او دویم دا چې دوی به تر ۲۰۲۰م کال ورهاخوا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مالي مرستې غځوي."

تمه ده د ناټو راتلونکې سرمشرېزه د جولای پر ۱۱مه او ۱۲مه په برسلز کې جوړه شي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG