په روس کې د فوټبال نړيوال جام په سياليو کې نن (دوشنبه) ماښام برازيل له مکسيکو او بيلجيم له جاپان سره لوبېږي.
پرون یکشنبه د کوربه هېواد روس لوبډلې په پنالټيو د سپېن ټيم د د درېو پروړاندې په څلورو او کرویشيا و ډنمارک ته د دوو پروړاندې په درېو ګولونو ماتې ورکړې.
له دې سره کرویشيا، روس، يوروګوای او فرانس کوارټر فاينل ته ورسېدل.
د بلوچستان اسمبلۍ غوښاته کړې چې کړې ده چې د ارمان لوڼي د مرګ په اړه دې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ شي.
دا غوښتنه د فرورۍ پر ۱۴مه د یادې اسمبلۍ په غونډه کې پر دې موضوع تر بحث وروسته شوې ده.
په بحث کې برخه اخیستونکو زیاتره ویناوالو د دې پېښې په اړه د حقایقو څرګندولو لپاره د عدالتي کمېشن غوښتنه وکړه.
د ارمان لوڼي پر مرګ د بحث لپاره تحریک التوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زېري وړاندې کړی وو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ارمان لوڼی د فرورۍ پر دویمه په لورالايي کې وژل شوی وو.
عیني شاهدان وايي چې هغه پولیسو وژلی وو خو پولیس یې نه مني.
لومړۍ لوبه د پېښور پر وخت مازیګر څلورنیمې بجې د کراچۍ کنګز او ملطان سلمان تر منځ ده.
دویمه لوبه د شپې پر نهه بجې د پېښور زلمي او کویټه ګلېډیېټرز ترمنځ ترسره کېږي.
د ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې بېګا اسلام اباد یونایټیډ لاهور قلندرز ته ماته ورکړه.
په دې ټورنامنټ کې به د شپږو لوبډلو ترمنځ ټولې ۳۴ لوبې ترسره کېږي.
په دې لوبډلو کې پېښور زلمي، کویټه ګلېډیېټرز، اسلام اباد یونایټیډ ، کراچي کنګز ، لاهور قلندرز او ملطان سلطان شامل دي.
د ټورنامنټ له ۳۴ لوبو څخه به پنځه په کراچۍ او درې په لاهور کې ترسره کېږي.
د ټورنامنټ د پای لوبه به د مارچ میاشتې پر ۱۷مه په کراچۍ کې وي.
د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې د افغانستان د سولې په هڅو کې د افغان حکومت د ګډون ملاتړ کوي خو د بهیر مالکیت باید د افغانانو وي.
نوموړي دا خبره د فرورۍ پر ۱۴مه د بېلجییم په مرکز برسلز کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته له مشال راډیو سره په مرکه کې وکړه
دا غونډه د افغانستان د سولې او افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره را بلل شوې وه.
ده وویل ، "په بهیر کې د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته تلپاتې سوله نشي کېدای او همدا لامل دی چې موږ د [زلمي] خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوو چې له طالبانو سره رابطې کوي چې دا افغانانو په مالکیت د جوړجاړي بهیر لپاره شرایط برابر شي."
تر ستولتنبرګ مخکې یو شمېر نړیوالو او افغان چارواکو پر طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو غږ کړی خو هغوی ورڅخه انکار کړی.
په عین وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي بېګا پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې په میونښ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره پر مشورتي جرګې او د بین الافغاني خبرو پر سمدستي اړتیا خبرې وکړې.
ولسمشر غني دا مهال په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره په جرمني کې دی او په افغانستان کې یې چارواکو ته دنده سپارلې چې د مارچ تر نیمايي پورې د سولې په اړه د اجماع په موخه مشورتي جرګه جوړه کړي.
هند له پاکستانه غوښتنه کړې چې پر خپله خاوره د فعالو ترهګرو ډلو پرضد ګامونه پورته کړي.
دا له هغه وروسته ده چې د فرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې په ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري ووژل شو.
پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد د جمو کشمیر پر لوی سړک پر هندیو سرتېرو د شوي دې بریدذمه واري منلې ده.
دا په دې لانجمنه سیمه کې په لسیزو کې یو له خونړیو بریدونو بلل کیږي.
تر برید څو ساعته وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرو او وسله والو ډلو ملاتړ دې پرېږدي کومې چې د دوي په وینا د پاکستان له خاورې پر نورو هیوادونو بریدونه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې پر دې برید اندېښنه ښودلې ده خو وايي اسلام اباد د هندي حکومت او رسنیو له لوري بې له تحقیقاتو له پاکستان سره د دې برید د تړاو تور ردوي.
سپينې ماڼۍ په یوه بیان کې له پاکستانه غوښتنه کړې چې په سمدستي توګه دې د هغو وسله والو ډلو ملاتړ بند کړي چې له پاکستانۍ خاورې فعالیتونه کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د فبرورۍ پر ۱۳مه په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ناټو پوځي شتون د دې لپاره هڅې کوي چې په دغه هیواد کې سولې ته شرایط برابر شي.
ستولتنبرګ زیاته کړه چې د افغانستان د سولې په هر راز مخامخ خبرو کې باید د افغانستان د حکومت استازي وي.
طالبان د افغانستان د حکومت له استازیو سره له خبرو انکار کوي او ټینګار کوي چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي بیا ښیي د افغانستان د حکومت له استازیو سره هم خبرې وکړي.
د ایران حکومتي رسنیو د یاد ځواک د بیان له حوالې ویلي چې دا پېښه د فبرورۍ پر ۱۳مه هغه مهال رامنځ ته شوې چې ځانمرګي خپل له بارودو ډک موټر د زاهدان او خاش ښار پر سړک د انقلابي ځواک له وړونکي بس سره ټکر کړی دی.
سني مسلمانې بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې جېش العدل یې ذمه واري منلې ده.
سیستان بلوچستان له پاکستان سره پر پوله پروت دی او د خلکو لویه برخه یې بلوڅان دي کوم چې له سني مذهب سره اړه لري.
هلته وسله والې ډلې او د نشي موادو سمګلران ډېر فعال دي.
د چارواکو په وینا، د ملک عباس خان پر موټر د فبرورۍ د ۱۳مې په ماښام د میر علي په نورک سیمه کې هغه وخت بمي برید شوی چې هغه کور ته روان وو.
د دوی په وینا په دې برید کې ملک عباس خان وژل شوی او موټر یې زیانمن شوی دی.
د نوموړي پر تره ملک ریمال وزیر هم یوه اوونۍ وړاندې په هم دې سیمه کې بمي برید شوی وو خو هغه پکې روغ پاتې شوی وو.
قاري سیف الله، چې ځان د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر بولي، د برید ذمه واري منلې ده.
په دې وروستیو کې یو وارې بیا په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
د ځايي پولیسو ویاند فضل نعیم د پېښې پخلی کړی او ویلي يې چې دا پېښه د فبرورۍ د ۱۴مې پر سهار شوې ده.
دوی وايي، تندر د بجلۍ پر تارونو ولوېد چې په تعقیب یې په نږدې کورونو کې اور ولګېد.
ډاکټران وايي، د ژوبل شویو کسانو روغتیايي حالت ډاډمن دی.
ټاکل شوې ده چې د انصاف نړیواله محکمه د هغې قضیې په اړه د فرورۍ پر ۱۳مه فیصله واوروي چې پکې ایران د خپلو کنګل شویو دوه اربه ډالرو ترلاسه کولو هڅه کوي.
د ایران دغه پېسې امریکا کنګل کړي دي. په هېګ کې د انصاف نړیوال عدالت په اکتوبر کې حکم کړی و چې امریکا دې په ایران د بشري ضرورتونو لپاره په کاریدونکو توکو لګولي بندیزونه لغوه کړي.
په ۲۰۱۶ م کې د امریکا سپریم کورټ حکم وکړ چې ایران دې دغه پیسې د هغو تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ورکړي چې ایران په کې په لاس لرلو تورن دی.
په دې کې په ۱۹۸۳ ز کال کې په بیروت کې د امریکا سمندري ځواکونو په یوه مرکز او په ۱۹۹۶ ز کال کې په سعودي عرب کې په خوبار برجونو کې د بمي چاودنو قربانیان شامل دي.
د باجوړ د ضلعي انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن[د فبرورۍ پر۱۳مه] مشال راډیو ته وویل، وژل شوي درې واړه کسان د باجوړ خار تحصیل د عالیزو بتایي کلي استوګڼ دي.
د هغه په وینا وژل شوي د مزدورۍ لپاره لاړکانې ته تللي و.
سیند پولیسو په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د سیند پولیسو مشر سید کلیم امام د پېښې نوټس اخیستی او د لاړکانې له ایس ایس پي څخه یې د پیښې په اړه پوره تفصیل غوښتی دی.
داسې ښکاري چې ايران به د ننني کنفرانس مهمه موضوع وي.
تهران دغه غونډه يو مخالف ګام بللی او وارسا ته يې د ناڅرګندو نتايجو خبرداری ورکړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د پولېنډ د بهرنيو چارو وزير ياڅيک چاپوتوويچ د دې دوه ورځنۍ نړيوالې غونډې شريک کوربانه دي.
تمه څرګنديږي چې د نړۍ د ۶۰ هېوادونو استازي به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
د لوړ پوړو استازو په منځ کې په دې غونډه کې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس او د اسراييل وزيراعظم بنيامين نتنياهو هم ګډون لري.
مایک پومپیو دا څرګندونې د مرکزي اروپا د یو شمېر هېوادونو د سفر په پای کې د فبرورۍ پر ۱۲مه د سلوواکیا په مرکز براتيسلاوا کې وکړې چې مقصد يې په دې سيمه کې د د چين او روسيې د اغېز مخنيوی دی.
نوموړي د سلوواکیا د ژورنالیزم زده کوونکو ته په وینا کې وویل، پوتین غواړي چې په ټوله نړۍ کې ډیموکراسي زیانمنه کړي نو موږ بايد عادلانه و اوسو.
نوموړي د چين د اقتصادي او نورو هغو هڅو په اړه پر محتاطه اوسېدو ټينګار وکړ چې د ده په وينا د سلوواکيا د اقتصادي تکيې او پر سياسي نظام يې د اغېز په معنا دي.
په تیرو ۱۴ کلونو کې مایک پومپیو د امريکا د بهرنیو چارو لومړنی وزیر دی چې سلوواکیا ته يې سفر وکړ.
د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې د روانې پروسې او له افغانستانه د ناټو تړون د ملاتړ پر مسلو خبرې او بحثونه وشي.
ستولتنبرګ د فبرورۍ پر ۱۲مه په برسلز کې وویل چې د افغانستان وضعیت له چیلنجونو سره مخ دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې ناټو به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ماموریت ته دوام ورکړي.
د سعودي چارواکو په وینا محمد بن سلمان به په نېږدې ورځو کې د سوداګرو او پانګوالو له یوه پلاوي سره پاکستان او هند ته لاړ شي.
سعودي عربستان د پاکستان له خراب اقتصادی حالت سره د مرستې په خاطر له دې هیواد سره د تېر کال په اکتوبر مياشت کې د شپږ اربه ډالرو د پور ژمنه وکړه.
سعودي چارواکي وايي ولیعهد به په دې سفر کې چین او ملېشيا ته هم ځي.
په ترکیه کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو تر پيښې وروسته چې محمد بن سلمان په کې په لاس لرلو تورن شو، سیمې ته د نوموړي لومړی سفر دی.
د پاکستان د مذهبي چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۲مه د حج پاليسي په اعلانولو سره وويل تر سرکاري سکيم لاندې د درخواستونو ورکړه د فبرورۍ له ۲۵مې پېليږي چې تر شپږم مارچ به دوام ولري.
سږ کال د پنجاب، خېبرپښتونخوا او اسلام اباد څخه تر سرکاري سکيم لاندې حج ته تلونکي کسان به څلور لکه اووه ديرش زره (۴۳۷۰۰۰) روپۍ او له سيند او بلوچستان صوبو څخه تلونکي حاجيان به څلور لکه اوويشت زره (۴۲۷۰۰۰) روپۍ ورکوي.
حکومت سږ کال په سرکاري حج پېکج کې سړي سر د يو لک شپږ پنځوس زره (۱۵۶۰۰۰) روپيو اضافه کړې ده.
د سپېن په ميډريډ ښار کې نن د فرورۍ په دولسمه د هغو دولسو کسانو مقدمه پېل شوې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې يې له سپېن څخه د کېتلان سيمې د بېلولو کوښښ کړی وو.
په دې کسانو کې پخواني وزيران او وزيرانې، د کېتلان سيمې د پارليمان سپېکر او د ازادۍ غوښتنې د تحريک ځينې مشران شامل دي. پر دوی د ياغېتوب، د حکومتي فنډونو څخه شخصي مقصدونو لپاره ګټه اخيستل او خلک بلوا ته هڅولو تورونه دي. دوی ټول دا تورونه ردوي.
په دې اړه د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه يو ريفرنډم يا ټول پوښتنه شوې وه چې پکې اکثرو رايو ورکوونکو د کېتلان سيمې ازادۍ ملاتړ کړی وو. خو د سپين د آيين عدالت دا ټول پوښتنه له دې کبله باطله وګرځوله چې په وېنا يې لږو خلکو پکې برخه اخيستې وه.
نن د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې موټرسايکل سپرو وسله والو پنځه پوليس وژل شوي دي.
د ډېره اسماعيل خان پوليسو يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې په دې حمله کې دوه لارويان زخميان شوي دي او بريد کوونکي تښتيدلي دي. په وژل شوو کې يو ايس، ايچ، او هم شامل دی.
خو د ډېره اسماعيل خان هسپتال يو ډاکټر فريد الله مسود مشال راډيو ته وويل چې درې زخمي پوليس دوی ته وروړل شوي چې تر درملنې لاندې دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
د ښار د پولیسو ویاند مندیپ سېنګ رنډوا وايي، نن[د فبرورۍ پر ۱۲مه] سهار، ارپیټ پیلس په نوم په دغه هوټل کې د اورلګېدنې له وجې لږ تر لږه څلور نور کسان ژوبل شوي هم دي.
د اور وژنې د ادارې یو افسر وجی پاول وايي، له دغه پنځه پوړیز هوټله ۳۵ نور کسان خوندي ویستل شوي دي.
په هند کې د حفاظتي معیارونو د کمزورتیا او د قوانینو د نه پلې کېدو له وجې د اور لګېدنې پېښې معمول ګرخېدلې دی.
دوی له حومته غوښتنه کوله چې له تېرو اتو میاشتو څخه د دوی ځنډېدلي معاشونه دې ورکړل شي.
دوی د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر د دفتر دروازه هم د احتجاج په ډول تر څه ساعته پورې تړلې وه.
خو بل پلو د جنوبي وزیرستان ضلعې مرستیال کمېشنر یوسف علي مومند مشال راډیو ته وویل چې د دغو خاصدارو سرتېرو د معاشونو خواست یې سافران وزارت ته کړی او دوی هیلمن دي چې د دوی ستونزې به ژر هوارې شي.
حضرت مجددي جهادي مشر و او د د داکتر نجیب الله له واکمنۍ وروسته دوه میاشتې د افغانستان د موقت دولت مشر پاتې شو.
نوموړی د اساسي قانون د لویې جرګې مشر او دغه شان د مشراو جرګې رئیس پاتې شوی و.
حضرت مجددي په مصر کې زده کړې کړې وې.
د نوموړي کورنۍ ویلي چې د ده جنازه به د فبرورۍ پر ۱۳مه په ورځ د کابل په عاشقانو او عارفانو سیمه کې د ده په پلرنۍ هدیره کې خاور ته وسپارل شي.
يوغور مسلمانانو پر چين غږ کړی چې د هغو کسانو ويډيو دې خپرې کړې چې د حکومت په زندانونو او کمپونو کې ورک شوي دي.
پر ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا دا غږونه د فرورۍ په دولسمه تر هغې وروسته راپورته شول چې د چين سرکاري مطبوعاتو د يو يوغور موسيقار عبدالرحيم حيات ويډيو خپره کړه. حيات د قېد پر مهال مړ شوی وو. معلومه نه ده چې دا ويډيو کله جوړه شوې وه.
اوس يوغور مسلمانان وايي چين دې د زرګونو هغو نورو ويډيو هم خپرې کړې چې غېب کړل شوي دي.
پر چين د يو غور مسلمانانو سره د مبيينه تعصبي او خراب سلوک له کبله د نړيوالو نيوکې او فشارونه ډېر شوي دي. ملګرو ملتونو تېر کال وويل چې چين خوا او شا يو ميليون يوغور مسلمانان د سخت دريځۍ ضد مرکزونو کې قېد کړې دي. چين وايي دا مرکزونه تعليمي ادارې دي.
هغه هلته د عراقي چارواکو او د امريکا پوځي قوماندانانو سره په عراق کې د امريکايي ځواکونو د راتلونکې په اړه خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا د عراق له ګاونډي هېواد، شام څخه د پوځيانو ویستلو اعلان کړی دی.
تر دې مخکې شناهن د فبرورۍ پر ۱۲مه افغانستان ته تللی وو.
د يادونې ده چې عراقي چارواکو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دې اعلان غصه ښودلې وه چې پر ګاونډي ايران د نظر ساتلو لپاره په عراق کې د امريکايي پوځيانو ساتل ضروري دي.
شناهن له هغه سره په سفر ملګرو خبريالانو ته ويلي چې امريکايي ځواکونو په عراق کې د عراقي حکومت په بلنه ورغلي ول او امريکا غواړي د ځايي ځواکونو وړتياوې وروزي.
د هغه په وینا غواړي په دې اړه د ځايي چارواکو نظرونه واوري.
دا خبره د مولداویا ولسمشر ایګور دوداند فبرورۍ پر ۱۱مه د دې هېواد په پلازمېنه کیشینوف کې خبریالانو ته وکړه.
دودان وویل، د دې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به مسکو ته لاړ شي چې خوشې شوي پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه کړي.
هغه وویل، دواړه پیلوټان د مسکو په یوه روغتون کې بستر دي او روغتیایي وضعیت یې د قناعت وړ دی.
د مولداویا دغه پیلوټان د ۲۰۱۵ کال په نوامبر کې د افغانستان په فاریاب ولایت کې هغه مهال طالبانو ونیول چې روسي ساخت مي ۱۷ ډوله هلیکوپټر یې په سیمه کې اضطراري ناسته وه.
د دوی د عملې درېیم مولداویایي وژل شوی وو.
د مولداویا ولسمشر چې له مسکو سره نږدې اړیکې لري، دغه راز وویل چې د څو میاشتو خبرو اترو په نتیجه کې دواړه پیلوټان دوه ورځې مخکې خوشې شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو پیلوټانو د خوشې کېدو هدف یوازې د فدراتیفې روسیې د مشرتابه په مرسته ترلاسه شوی چې په دې اړه یې ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې وه.
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب په نتيجه کې شاهۍ نظام ختم شوی او د ملايانو د څلورو لسېزو واکمني پیل شوې وه.
د فبرورۍ پر ۱۱مه د تهران په ازادۍ څلور لاره کې د لسګونو زرو کسانو غونډې ته د وينا پر مهال روحاني دا هم وويل چې د امريکا او متحدينو د فشار سربيره هم ايران هوډ لري چې خپل پوځي ځواک او د توغنديو پروګرام پراخ کړي.
په دې ورځ، په ایران کې، په سلګونو زره پوځيان، په نظامي جامو کې د مليشا ځواکونو غړي، ملايان او ولس د ايران د نورو ښارونو او ښارګوټو لارو ته راوتلي او د ۱۹۷۹ م کال د فبرورۍ ۱۱م انقلاب لمانځي.
د ۱۹۷۹ کال په پاڅون کې د ايت الله علي خامنايي پلويانو د امريکا ملاتړی پاچا رضا شاه پهلوي له واکه لرې کړی وو.
د دوشنبې ورځې لاريون کوونکو په لاسونو کې لیکلي شعارونه پورته کړي وو او پر ودانيو بېنرې ځوړندې وې چې پر ليکل شوي وو، مرګ په امريکا، مرګ په اسراييل، د انقلاب ۴۰ کاله د امريکا د شکست ۴۰ کاله دي.
تر جشنونو له مخه چارواکو اعلان کړی وو چې ۵۰ زره بنديان به یا خوشي شي يا به يې د بند موده کمه کړل شي.
د سرکاري شمېرو له مخې په ايران کې دوه نېم لکه کسان په قيد کې دي. خو مالومه نه ده چې په معافيانو کې سياسي بنديان هم شامل دي او که نه؟
د روسیې د بیړنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۰مه وویل، د ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې یې هم مسکو ته ستانه کړل شوي وو.
د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغو ماشومانو پلرونه په تېرو درو کلونو کې د جهادیانو او عراقي ځواکونو ترمینځ په جګړو کې وژل شوي دي.
د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې کرېملین ویلي وو چې تر دغه وخته پورې په عراق کې د لسو کلونو نه کم عمر ۱۱۵ روسي ماشومان موجود دي. دا راز د نورو اتو ماشومانو عمرونه د ۱۱ او ۱۷ کلنو په منځ کې ښودل شوي وو.