د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو ننګرهار کې د ۴۵ داعشیانو د وژلو ادعا کوي


د ننګرهار نقشه.
د ننګرهار نقشه.

د ننګرهار چارواکو په پوځي عملیاتو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ۴۵ وسله والو د وژلو دعوه کړې ده.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د پنجشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دا وسله وال، د ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتو کې وژل شوي دي چې له یوې اوونۍ راهیسې روان دي.

دی زیاتوي چې عملیات په هسکه مېنه، نازیانو، چپرهار او نورو ولسوالیو کې دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG