د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي ویلي له ایرانه د تیلو د نه درامد کولو امریکايي غوښتنه د منلو پلان نه لري.

ترکي ویلي د انقرې لپاره لازمي نه ده چې د امریکا دغه غوښتنه ومني.

د ترکي د اقتصاد وزیر نیهات زیبیکسي د چارشنبې په ورځ وویل که څه فیصلې مخې ته رازي یا په دې معامله د ملګرو ملتونو څه بندیزونه وي نو ورته به ګوري. خو د دې علاوه به یوازې خپل مفاد په پام کې ساتي.

د جون پر ۲۶مه واشنګټن خپلو ایتلافیاتو ته خبردارې ورکړ چې د نومبر تر څلورمې دې له ایرانه تیل اخیستل بند کړي ګیني پر تهران د امریکا د بندېزونو د بیا بحالولو له مخې به دوی هم له جرمانې سره مخامخ شي.

ترکي له انقرې د روس دفاعي میزایلي نظام ایس ۴۰۰ اخیستو د پلان له امله هم د امریکا لخواله ګواښ سره مخامخ دې.

زیبیکسي وویل دې ته به توجه ورکړي چې ملګری هیواد له ایران سره غیر مناسب چلند و نه شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیرې نیکي هیلې د چارشنبې په ورځ په نوي دلي کې د هند له وزیراعظم نریندر مودي سره په ملاقات کې له دغه هېواده غوښتنه وکړه چې له ایرانه دې نور تیل نه اخلي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG